د اشرف غني مشاور اختر محمد ط..البانو ازاد کړی خو ساتوونکي ئې لاهم بنديان دي

د افغانستان د مخکني جمهور رئیس اشرف غني مشاور اخترمحمد باديزی چي څو ورځي وړاندي د ط..البانو استخباراتو په کابل کي د خپلي صرافۍ څخه بېولی وو، چي وروسته ئې په ضمانت ازاد کړی.
د باديزي قريبانو د هویت پټ ساتلو په شرط څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي هغه د ط..البانو د پخواني چارواکو افغانستان ته د بېرته راتګ د کمېسون له خوا افغانستان ته راغلی او ټول هغه اسناد لري، چي ط..البانو ورکړي؛ خو بیا په تکراري ډول د ط..البانو استخبارات هغه نيسي.
د هغه قريبانو ويلي، چي ط..البان باديزی په بهر کي د مېشت د ط..البانو د سياسي څېرو سره د تماس په بهانه نیولی په داسي حال کي چي هغه د هېڅ سياسي ډلي سره ارتباط نه لري.
هغوی وايي چي ط..البانو د اخترمحمد باديزي ساتوونکي اوس هم بنديان کړي دي.
دغه راز تر ازادېدو وروسته اخترمحمد باديزي پر خپل فېسبوک پاڼه باندي هم پوسټ کړی او ليکلی ئې دي، چي هغه د ط..البانو لخوا ازاد سوی او دط..البانو څخه ئې د منني په پاره تشريفاتي پوسټ کړی.
دهغه قریبان وايي چي دغه ليکنه ط..البانو په اخترمحمد باديزي باندي په جبري ډول باندي کړې وه