د اطلاعاتو او فرهنګ پخواني وزیر، شاعر او لیکوال عبدالباري جهاني د ط..البانو مشرانو ته په خپل پنځم پرانیستي لیک کي د حکومت پر یو شمېر تګلارو سختي نیوکي کړي او خبرداری ئې ورکړی، چي د خلګو غوښتنو ته نه پاملرنه او د زور کارول به د افغانستان له پاره جدي پایلي ولري.
جهاني ویلي، د نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل، پر ښځو او نجونو ټولنیز محدودیتونه او د هرات وروستیو اعتراضونو ته د زور له لاري جواب ورکول، د خلګو نارضایتي زیاته کړې ده.
هغه ادعا کړې، چي د هرات د نجونو پر سولهییزو اعتراضونو د زور کارول د اسلامي او افغاني ارزښتونو خلاف عمل دئ.
نوموړي همداراز ویلي چي د هیواد په سیاسي جوړښت کي د قومونو او مذهبي ډلو د ونډي نشتوالی د بېباورۍ فضا رامنځته کړې ده.
د هغه په وینا، د قدرت انحصار او له حکومتي چارو د نورو ډلو لېري ساتل د ملي یووالي پر وړاندي خنډ جوړوي.
جهاني په خپل لیک کي خبرداری ورکړی، چي که اوسنی وضعیت دوام وکړي او د خلګو غوښتنو ته غوږ ونه نیول سي، هیواد به له لا زیاتو سیاسي او ټولنیزو ستونزو سره مخ سي.
هغه د ط..البانو غوښتي چي د زور پر ځای د خبرو، زغم او ټولګډونه حکومتولۍ لاره خپله کړي.