د ملګرو ملتونو د خوړو او کرني سازمان (FAO) خبرداری ورکړی، چي د خوست ولایت ځنګلونه د له منځه تللو له جدي خطر سره مخ دي. د چاپېریال ساتنې نړۍوالي ورځي په مناسبت، دغه سازمان اعلان کړی، چي پر ځنګلونو د فشار د کمولو په موخه ئې د نړۍوال چاپېریال اسانتیا بنسټ په مالي ملاتړ پر ۲۳۲ هکټاره ځمکه شاوخوا ۴۸ زره د بادامو، شفتالو، الوبالو او نارنجو نیالګي کښېنولي دي.
دغه راز، د خوست د ځنګلونو د بیا احیا او ساتني له پاره، د خوړو او کرني سازمان پر سلګونه جريبه هکټاره ځمکه د جلغوزیو ۲۶۰ زره نیالګي کښېنولي دي. دغه اقدامات د چاپېریال ساتني او د اقلیمي بدلونونو د اغېزو د کمولو په موخه ترسره سوي، ترڅو د خوست ځنګلونه خوندي سي او د سیمي خلګو ته اقتصادي ګټي ورسېږي.