د افغان اېواک بنسټ مشر، شان وانډیور

د افغان اېواک بنسټ مشر، شان وانډیور، ویلي چي د امریکا له لوري د افغان کډوالو د لېږد او ویزو پروګرامونو د درېدلو له امله نژدې ۲۶۰ زره افغانان له نامعلوم برخلیک سره مخ دي او د هغوی دوسیې نه ارزول کېږي.
هغه ویلي، د کډوالو د منلو، ځانګړو ویزو او نورو اړوندو پروګرامونو ځنډ د هغو افغانانو پر وضعیت منفي اغېز کړی، چي د امریکا د تخلیې په بهیر کي شامل وو.
وانډیور دا هم ویلي چي په قطر کي د السیلیه کمپ د تړل کېدو په درشل کي دئ، خو هلته د مېشتو شاوخوا زر افغانانو د انتقال له پاره لا هم روښانه حل‌لار نه ده وړاندي سوې.

نوموړي د افغان اېواک د رضاکارانو او شریکو بنسټونو د فعالیتونو ستاینه وکړه او ټینګار ئې وکړ چي د افغان کډوالو د ملاتړ او د هغوی د حقونو د دفاع هڅي به رواني ساتي.