د افغان خبريالانو د ملاتړ سازمان د چهارشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي دي، چي په تېرو دوو ورځو کي د پاکستان پوليسو په اسلام اباد کي ۵ تنه افغان خبريالان او د رسنيو کارکوونکي نيولي او د هغوی سره ئې تاوتريخوالی کړی دئ.
دغه بنسټ په پاکستان کي د مېشت خبريالانو پر حالت اندېښنه ښودلې او ويلي ئې دي چي هغوی اوس افغانستان ته د ايستلو د خطر سره مخ دي.
نی د پاکستان د دولت څخه غوښتنه کړې، چي د افغان خبريالانو نيول او ايستل دي و دروي او د کډوالۍ نړۍوالو حقونو ته دي ژمن پاته سي.