د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان د سې شنبې په ورځ په يوه نشر سوي راپور کي ويلي، چي افغان خبریالان په پاکستان او ایران کي له جدي ګواښونو سره مخ دي او د افغان خبريالانو دغه وضعیت ياد سازمان ډېر اندېښمن کړی دئ.
د دغه سازمان په خبرپاڼه کي راغلي، چي افغان خبریالان په پاکستان او ايران کي د غیرقانوني نیونو، ګواښونو، جبري شړلو او د اساسي حقونو له محرومیت سره مخ دي.
ياد سازمان دغه راز زياتوي، چي د بیان د ازادۍ او د بشري حقونو د دفاع د فعالیتونو له امله دا خبریالان له افغانستانه وتلي، خو اوس له امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي، په ځانګړي ډول، په پاکستان کي د ویزو د تمدید د بهیر بندېدل د خبریالانو له پاره لویه ستونزه ده او افغان خبريالان ئې د زياتو ستونزو سره مخ کړي.
په خبرپاڼه کي له نړۍوالو بنسټونو، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولني او د کډوالو عالي کمېشنرۍ غوښتنه سوې چي د افغان خبريالانو سره دي بېړنۍ مرستي وکړي او د افغان خبریالانو د ستونزو د حل له پاره دي خپل مسؤليت ادا کړي.