د افغان- ټرانس پروژې د امکان سنجۍ تړون لاسلیک سوی

د ط..البانو تر واک لاندي د بهرنیو چارو وزارت په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي ويلي دي، چي د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ د افغان- ټرانس اوسپنۍ پټلۍ پروژې د امکان سنجۍ تړون د يادو هيوادونو له خوا لاسلیک سوی دئ.
د ط..البانو د دغه وزارت څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي
دغه تړون پنج شنبه ماښام مهال په کابل کي د ټولګټو چارو وزارت، د ازبکستان د ټرانسپورټ د وزیر محکاموف الهوم رستاموویچ او د پاکستان د رېل پټلۍ د وزیر محمد حنیف عباسي ترمنځ لاسلیک سوی دئ.