د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو تړل کېدو د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګري ۷۴ سلنه کمه کړې ده.
د پاکستان ډان ورځپاڼي د راپور له مخي، د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګري له ۱.۳ میلیارد ډالرو څخه ۳۵۸ میلیونه ډالرو ته کښته سوې ده.
د راپور له مخي، د لارو تړل کېدو د پاکستان د درملو، کرنیزو محصولاتو او ټرانسپورټ پر برخو هم منفي اغېز کړی او ګڼ سوداګر ئې له اقتصادي زیانونو سره مخ کړي دي.
بايد وويل سي، چي د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګریزي لاري د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۲مي راهیسي د ط..البانو او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو له امله تړلي دي.