د خوست څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د غلام خان بندر لار د تېري ورځي راهيسي د افغان مسافرو او سوداګرو پر مخ د پاکستان د خوا تړل سوې ده.
د سرچينې په خبره چي د پاکستان دولت پر یاد بندر باندي د افغان مسافرو او سوداګرو څخه ویزه غواړي او په همدې سبب ئې دا لار تړلې ده؛ ترڅو د دغه لار څخه تېريدونکي افغانان دې ته مجبوره کړي، چي د پاکستان ويزه واخلي.
د سرچينې په حواله چي پخوا به پر دغه لار باندي مسافر او يوشمېر کسان د موقت کارټ په مرسته تېريدل، چي اوس د پاکستان د خوا ياد کارتونه بند او د ويزې غوښتنه کوي.
بايد وويل سي، چي د ط..البانو د بيا واکمنۍ سره سم ، د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سرحدي لارو کي نور محدودیتونه هم لګول سوي، چي زيان ئې ټولو مسافرو ته رسېدلی دئ.