د افغانستان او پاکستان یو شمېر دیني عالمانو په یوه ګډ غوښتنلیک کي د دواړو هيوادونو ترمنځ د سولي

د افغانستان او پاکستان یو شمېر دیني عالمانو په یوه ګډ غوښتنلیک کي د دواړو هيوادونو ترمنځ د سولي، تفاهم او ورورولۍ پر ټینګښت ټینګار کړی دئ.
په دغه پرېکړه‌لیک کي ویل سوي، چي د افغانستان او پاکستان خلګ ګډ دیني، کلتوري او تاریخي ارزښتونه لري او باید د هر ډول شخړو حل د خبرو او تفاهم له لاري ولټول سي.
عالمانو زیاته کړې، چي جګړه او تاوتریخوالی نه یوازي د دواړو هیوادونو ولسونو ته زیان رسوي؛ بلکي د سیمي ثبات هم له ګواښ سره مخ کوي.

دغو عالمانو د دواړو لورو له حکومتونو غوښتي، چي د کوچني اختر په مناسبت اوسنی اوربند چي پای ته رسېدلی بايد تر لوی اختر پوري وغځول سي.
همداراز ئې د تلپاتي سولي له پاره د جدي هڅو او عملي ګامونو غوښتنه کړې ده.
په دغه ليک کي ټینګار سوی چي سوله د اسلامي ارزښتونو مهم اصل دئ او د دواړو هیوادونو مشران، دیني عالمان او اغېزمن کسان باید د سولي د ټینګښت له پاره ګډ کار وکړي.

د دې ترڅنګ، عالمانو له ولسونو غوښتي چي د اختلافاتو پر ځای یووالي ته کار وکړي او د ورورګلوۍ فضا پیاوړې کړي.
دوی هیله څرګنده کړې، چي د دې ډول نوښتونو له لاري به په سیمه کي د دوامداري سولي زمینه برابره سي.
دا غوښتنلیک د افغانستان او پاکستان د یو شمېر مشهورو دیني عالمانو له خوا لاسلیک سوی او مذاکراتو غوښتنه ئې کړې.