د افغانستان د ازادۍ جبهې د سې شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي

د افغانستان د ازادۍ جبهې د سې شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي د لوګر ولايت په مرکز پل علم ښار کي ئې د ط..البانو پر پوستې بريد کړی.
د يادي جبهې په وينا چي په دغه بريد کي ئې دوه ط..البان وژلي او دوه نور ئې ټپيان کړي دي. دغي جبهې دغه راز ويلي، چي د دوی دغه ډول عمليات به دوام ولري.
بايد وويل سي، چي تر اوسه پوري ط..البانو د ازادۍ د جبهې د دغي ادعا په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.