د افغانستان د ازادۍ جبهې ويلي

د افغانستان د ازادۍ جبهې ويلي، چي د نورستان ولايت په کامدېش ولسوالۍ کي ئې د ط..البانو سره په مخامخ نښته کي ۱۱ ط..البان وژلي دي.
دغي جبهې ويلي، چي په دغه نښته کي ئې ۸ نور ط..البان ټپيان کړي دي.
د ازادۍ جبهې ويلي، چي ط.. البانو په دغه ولايت کي د چهارشنبې په ورځ د دوی پر مرکزونو بريد کړی، چي تر شپږ ساعته جګړې وروسته د ازادۍ جبهې ځواکونو د هغوی بريد بېرته پر شا تمبولی.

د يادي جبهې په وينا چي د دوی ځواکونه په خپلو سنګرونو کي دي.
تر اوسه ط.. البانو د افغانستان د ازادۍ جبهې د دغي ادعا په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.