د افغانستان د ازادۍ جبهې ويلي

د افغانستان د ازادۍ جبهې ويلي، چي د ننګرهار ولايت د بټي کوټ ولسوالۍ د ط..البانو محلي قوماندان ملا داود افضل ئې په يوه بريد کي وژلی دئ.
يادي جبهې ويلي چي په دغه بريد کي ئې د هغه دوه ساتونکي سخت ټپیان کړي دي.
د افغانستان د ازادۍ جبهې په وینا چي د شنبې په ورځ ئې د ملا داود افضل سره لنډه نښته کړې او وروسته ئې هغه وژلی دئ.

دغي جبهې ويلي چي ملا داود افضل د ط..البانو د یوه پېژندل سوي مشر مولوي خورشید زوی و.