د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان «امسو» په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي ويلي دي

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان «امسو» په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي ويلي دي، چي د پاکستان پوليسو د‌ پنج شنبې په ورځ په اسلام اباد کي‌ د طلوع نيوز عکاس عبدالوارث ستانکزی نيولی او بندي کړی دئ.
امسو ويلي چي د افغان خبريالانو نيول د بيان د ازادۍ او نړۍوالو بشری حقونو سره په ټکر کي دي او د پاکستان دولت بايد ژر تر ژر د افغان خبريالانو د نيولو څخه لاس واخلي.
دغه سازمان ويلي، چي نړۍواله ټولنه دي د افغان خبريالانو ستونزو ته حل لاره پيدا کړي.

بايد وويل سي چي د ستانکزي څخه وړاندي هم د پاکستان دولت افغان خبريالان نيولي او بېرته ئې افغانستان ته اخراج کړي وو.