د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني خوني مشر په کابل کي د هند له سفیر سره په لیدنه کي د هند او افغانستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراخولو، سوداګرو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو او د پانګوني د فرصتونو د زیاتولو په اړه خبري کړي دي.
د يادي خوني د معلوماتو له مخي، په دې ناسته کي د صادراتو د ودې، د سوداګرۍ پر وړاندي د سته اداري ستونزو د کمولو، د کرنیزو تولیداتو، لاسي صنایعو او کانونو په برخو کي د همکاریو د پراختیا او همدارنګه سوداګرو ته د ویزو ورکولو د اسانتیاوو پر پراخولو ټینګار سوی.
په ورته وخت کي په افغانستان کي د هند سفیر د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د لا پیاوړتیا له پاره د ګډو سوداګریزو نندارتونونو او د سوداګریزو پلاوو د تبادلي د ملاتړ اعلان کړی دئ.