د افغانستان د سولي له پاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد پر خپله اېکس پاڼه ويلي، چي د پاکستان ولس د پاکستان د حکومت د هغه پاليسۍ ملاتړ نه کوي، چي د افغان ولسي وګړو د وژني لامل سوی.
هغه وايي د دې احتمال سته، چي د پاکستان د حکومت او ولسي خلګو ترمنځ فاصله نوره هم زياته سي.