د افغانستان د سولي له پاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد

د افغانستان د سولي له پاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد، پر افغانستان د پاکستان د تېري شپې هوايي بریدونه غندلي دي.
هغه ویلي، سره له دې چي نړۍوالي او کورنۍ غوښتني دا دي چي ستونزي د خبرو له لاري حل سي؛ خو پاکستان یو ځل بیا پر افغانستان بریدونه کړي، چي له امله ئې لسګونه ملکي وګړي وژل سوي او ټپیان سوي دي.
خلیلزاد ویلي، پاکستان تر اوسه هغو وړاندیزونو ته چي د افغانستان سرپرست حکومت ورسره موافقه کړې، مثبت جواب نه دئ ورکړی. د هغه په وینا، اوس دا پوښتنه راپورته کېږي چي ایا پاکستان رښتیا هم د ستونزو حل غواړي، که په افغانستان کي نور هدفونه تعقیبوي.

هغه خبرداری ورکړی چي که د پاکستان هدف د افغانستان بې‌ثباته کول وي، نو دا کار به نه یوازي د امریکا له ګټو سره په ټکر کي وي، بلکي د داع.ش خراسان په څېر ډلو ته به د فعالیت فرصت هم برابر کړي او د سیمي امنیتي او سیاسي ستونزې به نوري هم زیاتي کړي.