د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلي پخوانی او نامتو ګول کیپر، استاد عبدالوکیل عاطفي، د ۸۲ کلونو په عمر تېره شپه په مرکز کابل کي وفات سوی. د افغانستان فوټبال فدراسیون د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره د نوموړي د مړیني خبر تائید کړی او د هغه مړينه ئې د هيواد د ورزشي کهول له پاره یوه لویه ضایعه بللې ده.
وکیل عاطفي، چي شاوخوا ۱۵ کاله د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې له پاره ئې لوبي کړي وې، د خپل وخت یو له تکړه او نه ستړي کېدونکو لوبغاړو څخه وو. هغه د کابل د مطرح کلبونو سره هم لوبي کړي وې او په ملي کچه ئې د فوټبال په وده کي ستري هڅي کړي دي.
د فدراسیون په وینا، استاد عاطفي د سرطان ناروغۍ سره مخ وو، چي بالاخره د دوشنبې په شپه، د سرطان ۹مه، د کابل په یوه روغتون کي ئې د ۸۲ کلنو په عمر ساه ورکړه.