د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله چي راتلونکو د آسیا د فوټسال جام سیالیو ته د چمتووالي له پاره ئې د ایران په مشهد ښار کي تمریناتي کمپ جوړ کړی وو، اړ سوې، چي د ایران په مختلفو سیمو کي د پراخو اعتراضونو او ناارامیو له امله خپل کمپ نیمګړی پریږدي او افغانستان ته ستنه سي.
د افغانستان د فوټسال ملي ټیم مسؤلینو ویلي چي لوبغاړي د ځمکني سرحد له لاري هرات ته داخل سوي او تمه کېږي چي له هغه ځایه کابل ته سفر وکړي.
دا کمپ په مشهد ښار کي د آسیا د فوټسال جام سیالیو ته د چمتووالي د پلان یوه برخه وه چي د آسیا د فوټبال کنفدراسیون (AFC) له خوا ترسره کېږي.
ټاکل سوې چي د افغانستان فوټسال ملي لوبډله په راتلونکو ورځو کي د نوي تمریناتي کمپ او دوو دوستانه لوبو له پاره ویتنام ته سفر وکړي.
د افغانستان ورزشي ټیمونه اکثره د داخلي امکاناتو د محدودیت له امله خپل تمریناتي کمپونه په ګاونډیو هیوادونو کي جوړوي.