د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي د ۲۰۲۶ کال د شل اوریز نړۍوال جام په سیالیو کي خپله دریمه لوبه وګټله او متحده عربي اماراتو د کرکټ ملي لوبډلي ته ئې د پنځو ویکټو په توپیر ماته ورکړه.
دغه لوبه چي د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کي ترسره سوه، پچه افغان لوبډلي وګټله او لومړی ئې د توپاچوني پرېکړه وکړه.
متحده عربي اماراتو په ټاکل سوو شلو اورونو کي د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۰ منډي جوړي کړې او سیالي لوبډلي ته ئې د ۱۶۱ منډو هدف وټاکه.
افغان لوبډلي د هدف په تعقیب ښه پیل وکړ، ابراهیم ځدراڼ ۵۳ منډي، عظمت الله عمرزي ۴۰ او دروېش رسولي ۳۳ منډي وکړې او لوبډله ئې بریا ته ورسوله.
هېره دي نه وي، چي افغان لوبډلي له دې مخکي په نړۍوال جام سیالیو کي دوې لوبي ترسره کړي وې، چي لومړۍ لوبه ئې پر نیوزلېنډ او دویمه ئې بیا پر سوېلي افریقا بایللې وه.