د افغانستان د کورش او جوډو ورزش پخوانی ملي لوبغاړی اسماعیل کاکړ د جرمني په پلازمېنه برلین کي وفات سوی

د افغانستان د کورش او جوډو ورزش پخوانی ملي لوبغاړی اسماعیل کاکړ د جرمني په پلازمېنه برلین کي وفات سوی دئ.
د افغانستان د کورش، سامبو او غېږ نیوني فدراسیون د نوموړي مړینه تائید کړې او ویلي ئې دي، چي هغه د زړه د ناڅاپي حملې له امله ژوند له لاسه ورکړی.
اسماعیل کاکړ د افغانستان له پېژندل سوو ورزشکارانو څخه و، چي د کورنیو او بهرنیو سیالیو په ډګر کي ئې د هیواد له پاره ګڼي بریاوي خپلي کړي وې.

نوموړي په بېلابېلو مسابقو کي مډالونه ګټلي او د افغان ورزش نوم ئې روښانه ساتلی و.