د افغانستان له پاره د امريکا د سفارت چار سمبالي ډان برون پر خپله اېکس پاڼه باندي د افغانستان په ختيځ زون کي د زلزلې د قربانیانو د کورنيو سره همدردي ښودلې.
ډان برون پر خپله اېکس پاڼه ليکلي دي، چي د افغانستان په ختيځ زون کي د زلزلې د خبر د اورېدو له امله خواشينی دئ او په خبره ئې چي د دغي پېښي د ټولو قربانیانو سره په غم او درد کي شريک دئ.
هغه وايي چي په دغه ستر غم کي د افغانانو سره د زړه د تله خواخوږي او همدردي څرګندوي.