د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي پر کابل د پاکستان وروستي بريدونه د اندېښنې وړ

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي پر کابل د پاکستان وروستي بريدونه د اندېښنې وړ بللي او په خبره ئې چي دغه ډول بريدونه د نړۍوالو قوانینو سره په ټکر کي دي.
د بنت په وینا چي پر کابل د پاکستان د تېري شپې په برید کي زيان ولسي وګړو ته رسېدلی او دغه برید ئې غندلی دئ.
هغه په جګړه کي د ښکيلو غاړو څخه غوښتي چي د ولسي خلګو ژوند ته دي ځانګړې پاملرنه وکړي.