د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنت د پاکستان او ط..البانو ترمنځ د روان

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنت د پاکستان او ط..البانو ترمنځ د روان تاوتریخوالي په تړاو له دواړو لورو غوښتي، چي د نړۍوالو بشري قوانینو درناوی وکړي او تاوتریخوالی دي ژر تر ژره راکم کړي.
بنت د جمعې په ورځ پر خپل اېکس پاڼي ليکلي، چي په اوسني کړکېچ کي د ملکي وګړو خوندیتوب باید لومړیتوب ولري.
نوموړي د وضعیت پر خرابېدو خواشیني ښودلې او ټینګار ئې کړی، چي د جګړې شدت کمول د انساني زیانونو د مخنیوي له پاره اړین دئ.

هغه زیاته کړې، چي ټولي ښکېلي خواوي باید له داسي کړنو ډډه وکړي، چي ولسي وګړو ته زیان رسوي او د خبرو او زغم له لاري د تاوتریخوالي د پای ته رسولو هڅي دي پیاوړي کړي.