د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) ویلي

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) ویلي، چي په تېرو اتو میاشتو کي د افغانستان پر بېلابېلو سیمو د پاکستان د هوايي بريدونو له امله د ۲۳۰ څخه زيات کوچنيان زيانمن سوي.
د یاد راپور له مخي، د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر له وروستیو څخه د ډسمبر تر پایه ۶۰ کوچنيانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، چي ۲۵ ئې وژل سوي او ۳۵ نور ټپیان سوي دي.
همداراز د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ او مارچ ترمنځ د ثبت سوو ملکي قربانیانو له ډلي ۱۶۷ تنه کوچنيان وو.

راپور څرګندوي چي د جون میاشتي د وروستیو هوايي بریدونو قربانیان هم تر ډېره ښځي او کم‌عمره ماشومان وو، ځکه بمبارۍ پر هغو سیمو سوي، چي ملکي کورنۍ په کښي اوسېږي.
یوناما وايي، دغه بریدونه د افغانستان په ختیځ، سویل او سویل لوېدیځ کي د کابل، کنړ، نورستان، ننګرهار، خوست، پکتیا، پکتیکا، هلمند او کندهار په ګډون په څو ولایتونو کي ترسره سوي، چي له امله ئې ملکي وګړو او کوچنيانو ته زيات زيان رسېدلی دئ.