د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي صندوق ویلي چي سویډن له افغانستان سره د ۶.۴ میلیونه ډالرو مرسته کړې ده

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي صندوق ویلي چي سویډن له افغانستان سره د ۶.۴ میلیونه ډالرو مرسته کړې ده.
دغه صندوق د یکشنبې په ورځ، د جدی په ۲۱مه، د سویډن له دې مرستي مننه کړې او ویلي ئې دي چي دا پیسې به د بنسټیزو خدمتونو، اقتصادي پیاوړتیا او د اقلیمي ستونزو پر وړاندي د خلګو د ملاتړ له پاره ولګول سي.
تر دې مخکي ایټالیا هم له افغانستان سره له دوو میلیونو ډالرو زیاته مرسته کړې وه.

بلخوا، ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال له پاره د افغانستان د بشري مرستو له پاره د ۱.۷۱ میلیارده ډالرو بوديجې غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چي په ۲۰۲۶ کال کي به نژدې ۲۲ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري.