د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ویلي

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، د افغانستان د هلمند سیند له اوبو څخه د خپلو ملي اړتیاوو او پراختیايي پروژو له پاره د استفادې قانوني حق لري.
غني دا څرګندوني په خپل تازه پوډکاسټ کي کړي دي. هغه ویلي، د ایران له پاره د ټاکل سوي حقابې له ورکړې وروسته افغانستان کولاي سي د نړۍوالو اصولو له مخي د اوبو د مدیریت، بندونو جوړولو او کرنیزو پروژو چاري پر مخ یوسي.
نوموړي زیاته کړې، د هلمند سیند د سیستان د سیمي د ژوند او کرني بنسټیزه سرچینه ده او د دې سیند په اړه تاریخي پرېکړي د هغه وخت د شرایطو او محدودو تخنیکي امکاناتو پر بنسټ سوي وې. د هغه په وینا، د اقلیمي بدلونونو له امله رامنځته سوې وچکالي باید د افغانستان پر غاړه وانه چول سي.

پخواني ولسمشر همدارنګه وویل، افغانستان د تېرو څو لسیزو پر مهال ایران ته د پام وړ اندازه اوبه ورکړي دي، خو اوس باید د خپلو طبیعي سرچینو مدیریت د ملي ګټو په پام کي نیولو سره ترسره کړي.
هغه د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا ملاتړ وکړ او وړاندیز ئې کړی چي د اوبو پر ځای دي په کرنیزو او پانګیزو پروژو کي ګډ کار ته لومړیتوب ورکړل سي.
پخواني ولسمشر پر افغان ځوانانو ږغ کړی، چي د اوبو مدیریت، نړۍوالو حقوقو، ډیپلوماسۍ او تاریخ په برخو کي تخصص ترلاسه کړي، څو وکولای سي په راتلونکي کي د افغانستان له ملي ګټو په اغېزمن ډول دفاع وکړي.