د افغانستان پخوانی د عدليې وزير او سياسي مخکښ ډاکټر عبدالبصير انور په جلا وطنۍ کي له دې فاني نړۍ سره مخه ښه وکړل

د افغانستان پخوانی د عدليې وزير او سياسي مخکښ ډاکټر عبدالبصير انور په جلا وطنۍ کي له دې فاني نړۍ سره مخه ښه وکړل.
د ډاکټر انور د کورنيو غړو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي هغه د ناروغۍ له امله په ترکيه کي ساه د لاسه ورکړې ده.
ډاکټر انور د افغانستان له هغو سیاسي، جهادي او حقوقي څېرو څخه و چي د هیواد په دولتي او حقوقي بنسټونو کي ئې په پوره صداقت او ايماندارۍ سره دندي تر سره کړي دي.

نوموړي د عدلیې وزیر په توګه هم کار کړی و او د حقوقي چارو په برخه کي ئې اوږده سابقه درلودل.
ډاکټر عبدالبصير انور د افغانستان او افغانانو له پاره نه ستړي کېدونکي هڅي او کوښښونه کړي او د هغه د هيواد پالني ياد به د افغانانو په زړونو کي تل پاته وي.