د افغانستان په چارو کي د امریکا ډیپلوماتیکي استازولۍ، چي په دوحه کي مېشته ده، خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی

د افغانستان په چارو کي د امریکا ډیپلوماتیکي استازولۍ، چي په دوحه کي مېشته ده، خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی، چي د امنیتي وضعیت د خرابېدو له امله باید افغانستان پرېږدي.
د یادې استازولۍ په وینا، د پاکستان او ط..البانو ترمنځ د روانو نښتو له کبله امنیتي خطرونه زیات سوي دي.
په خبرتیا کي له امریکایي وګړو غوښتل سوي، چي د پاکستان له پولي سره نژدې سیمو ته تګ راتګ ونه کړي او د خوندیتوب لارښووني جدي ونیسي.

امریکا ټینګار کړی، چي د افغانستان له پاره د سفر خبرداری لا هم د لوړي کچي په حالت کي دئ او د دې هیواد حکومت نه سي کولای په افغانستان کي خپلو اتباعو ته عادي یا بېړني قونسلي خدمات وړاندي کړي.