د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی، چي يو پنځه کسيزی پلاوی ئې د ورزشي ډيپلوماسۍ او د کرکټ د ودي په موخه چين هيواد ته تللی

د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی، چي يو پنځه کسيزی پلاوی ئې د ورزشي ډيپلوماسۍ او د کرکټ د ودي په موخه چين هيواد ته تللی.
د هغوی په خبره چي په دغه پلاوي کي څلور لوبغاړي او يو روزنکی شامل دئ.
په دغه پلاوي کي نورز منګل، د ملي لوبډلي لوبغاړي قیس احمد، ظاهرخان پکتین، فیصل شینوزاده او واحدالله ځدراڼ شامل دي، چي د کرکټ د پراختیا او تخینکي همکاریو له پاره دغه هيواد ته تللي دي.