د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت څخه په نشر سوې اعلاميه کي ويل سوي دي، چي په پېښور کي خپل کونسلګري تړي

د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت څخه په نشر سوې اعلاميه کي ويل سوي دي، چي په پېښور کي خپل کونسلګري تړي. ياد وزارت ويلي، چي د يادي کونسلګرۍ اړوند کارونه به په اسلام اباد کي د امريکا په سفارت کي ترسره کېږي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د يادي کونسلګرۍ د تړل کېدو لامل په خیبر پښتونخوا کي امنيتي ستونزي يادي کړي دي.
دغه سفارت ويلي، چي امریکا په پاکستان کي د خپل ماموریت او په اسلام‌اباد، کراچي او لاهور کي د خپلو نورو ډیپلوماتیکو دفترونو له لاري د امریکا او پاکستان ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا له پاره ژمنه ده.