د امريکا د بهرنيو چارو وزات: په ۲۰۲۳ کال کي ط..البانو ۳۴۲ کوچنيان په خپلو ليکو کي شامل کړي وو

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په خپل تازه راپور کي ويلي دي، چي ط..البانو په ۲۰۲۳ ميلادي کال کي په خپلو ليکو کي ۳۴۲ کم عمره هلکان د سرتېرو په توګه مقرره کړې وو.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په راپور کي ويل سوي دي، چي ط..البانو ۱۵۰ د کم عمر لرونکي هلکان په جګړو کي استفاده کړي او ۱۹۲ نور کم عمره هلکان ئې د خپلو ملاتړو په توګه په دنده ګمارلي وو.
ط..البانو د کوچني هلکانو ګمارنه په خپل نظام کي پر داسي مهال کړې وه،چي د ط..البانو مشر فرمان صادر کړی، چي د دې ډلي په لیکو کي کوچنيان او کم عمره هلکان بايد په دنده ونه ګمارل سي.
همداراز، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کلني راپور کي ويل سوي، چي په ۲۰۲۳ کال کي شاوخوا ۳۰ کوچنيان، چي د ۱۰ څخه تر ۱۸ کلنۍ پوري ئې عمر درلودی د ط..البانو په یوه پوځي روزنیز مرکز کي په بدخشان ولایت کي جذب وو.