د امريکا د جګړې وزارت اعلان کړی، چي د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو د څېړني ځانګړي پلاوي د لوړو پوځي او ملکي چارواکو سره د مرکو اصلي پړاو بشپړ کړی دئ.
د ياد وزارت په اعلاميه کي ويل سوي، چي دا پلاوی د شان پارنل په مشرۍ د ډونالډ ټرمپ په امر او د جګړې د وزير په نوښت جوړ سوی، څو د معاصر تاريخ تر ټولو هر اړخيزه پوځي ارزونه ترسره کړي.
د معلوماتو له مخي، په دې بهير کي له هغو مهمو څېرو سره مفصلي مرکې سوي، چي د ۲۰۲۱ کال د ځواکونو د وتلو په پلان او پلي کولو کي ښکيلي وې او له بېلابېلو دولتي ادارو څخه تر ۹ ميليونو ډېر اسناد هم ارزول سوي دي.
اعلاميه زياتوي، چي دا څېړنه د لويد آستين د دورې د پخوانۍ ارزوني په پرتله ډېره پراخه ده، ځکه هغه مهال يوازي شاوخوا درې زره اسناد څېړل سوي وو او ډېر مهم معلومات د محرم توب له امله نه وو خپاره سوي.
د امريکا د جګړې وزارت ټينګار کړی، چي د دې څېړني موخه د ۲۰۲۱ کال د اګست پېښو او د پخواني نظام د سقوط په اړه تر ټولو روڼ او رښتينی راپور وړاندي کول دي او تمرکز پر دې دئ چي د پوځي او سياسي پرېکړو کمزورۍ وپېژندل سي، څو په راتلونکي کي د ورته پېښو مخه ونيول سي.
د اعلاميې له مخي، اوس هم د اسنادو تحليل، د موندنو ارزونه او د سپارښتنو چمتو کول روان دي او تمه ده چي وروستی راپور به په راتلونکو مياشتو کي د امريکا خلګو ته وړاندي سي.