د امريکا د عدليې وزارت خبر ورکړی، چي د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی غړی ظاهر قدير، چي په کينيا کي د وسلو او نشه يي توکو د قاچاق په تور نيول سوی، امريکا ته سپارل سوی.
ياد وزارت ويلي، چي ظاهر قدير به تر دې وروسته په نيويارک کي محکمه کېږي.
باید وويل سي، چي ظاهر قدیر د ۲۰۲۵ ميلادي کال د اپريل په ۱۵ نېټه د کينيا په نایروبي کي پوليسو د نشه يي توکو او وسلو د قاچاق په تور نيولی وو، چي تر څو محکمو وروسته ئې هغه امريکا ته سپارلی دئ.