د امريکا ولسمشر ډونالډ ترمپ ويلي، تمه ده چي په نژدې ورځو کي د ايران سره د روانو خبرو اترو او وړانديز سوي هوکړي په تړاو خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي.
د راپورونو له مخي په وړانديز کي د اوسني اوربند د دوو نورو مياشتو له پاره غځول شامل دي، څو دواړه لوري د جګړې د دايمي پای ته رسېدو له پاره يوې جامع موافقې ته ورسېږي.
په همدې حال کي ځينو ايراني سرچينو ويلي چي د دواړو هیوادونو ترمنځ د تفاهم رامنځته کېدو چانسونه تر پخوا زيات سوي او خبري مثبت لوري ته رواني دي.
بل لور ته، واشنګټن د هرمز تنګي د عادي تګ راتګ د بيا فعالېدو او د ايران د اټومي وسلو د نه لرلو ډاډ غواړي، خو تهران تر اوسه د دغو شرطونو منلو ته چمتووالی نه دئ ښودلی.