د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هرمز تنګي د خلاصېدو د پاره د اقدام د پيلېدو خبر ورکړی؛ خو د هغه دغه څرګندونو ته د ايران

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هرمز تنګي د خلاصېدو د پاره د اقدام د پيلېدو خبر ورکړی؛ خو د هغه دغه څرګندونو ته د ايران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف غبرګون ښودلی او په خبره ئې چي د هرمز تنګي په اړه به ايران د امريکا د هر ډول اقدام ژر او جدي جواب ورکړي.
قاليباف د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هرمز تنګي په اړه د ګواښ څخه ډکو خبرو ته د پيغور په ډول ويلي، چي ايران تر اوسه پوري سمه شروع نه ده په کړې او په خبره ئې چي د هر ډول اقدام له پاره چمتو دئ.
هغه ويلي، چي د امريکا له خوا اوسنی حالت نور ورته د زغمولو وړ نه دئ.