د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، چي د لبنان او اسرائیلو ترمنځ اوربند د درو اوونیو له پاره غځول سوی

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، چي د لبنان او اسرائیلو ترمنځ اوربند د درو اوونیو له پاره غځول سوی دئ.
ټرمپ ويلي، چي دا پرېکړه د دواړو لورو د لوړپوړو استازو سره تر لیدني وروسته سوې ده.
د هغه په خبره، په دې لیدنه کي د امریکا لوړپوړو چارواکو، د اسرائیلو او لبنان د استازو سره خبري کړي دي او دا ناسته ئې بریالۍ بللې ده.

ټرمپ دغه راز زیاته کړې، چي متحده ایالات به له لبنان سره د خپل امنیت د پیاوړتیا له پاره همکاري وکړي او په نژدې راتلونکي کي به د بنیامین نتانیاهو او ژوزف عون کوربه‌توب هم ترسره کړي.