د امريکا ټايم مجلې په خپل تازه راپور کي ويلي دي

د امريکا ټايم مجلې په خپل تازه راپور کي ويلي دي، چي په ايران کي د لاريونو د پيل څخه تر دې دمه پوري ۲۱۷ کسان وژل سوي او ګڼ شمېر نور ټپيان سوي دي.
دغه مجلې ويلي چي د‌ ايران دولت ۲۵۰۰ نور لاريون کوونکي نيولي او اوس بنديان دي.
د ټايم مجلې د راپور له مخي په ايران کي د ګرانۍ ضد لاریونو د پيل څخه تر اوسه پوري ۲۰ جوماتونه،۲۶ بانکونه، دوه روغتونونه او ۴۸ موټرونه سوځول سوي او زيانمن سوي دي.

د رسنيو د راپور له مخي د ايران حکومت له خوا انټرنټ هم پرې سوی دئ.
په ورته وخت کي بيا امريکا ويلي، چي د ايران د لاريون کوونکو ملاتړ کوي او د ايران له دولت څخه ئې غوښتي چي د لاريون کوونکو د ځپلو څخه دي لاس واخلي.