د امریکا په میشیګان ایالت کي د والمارت په یو پلورنځي کي د چاړې برید له امله ۱۱ تنه ټپیان سوي دي. دا پېښه د شنبې په ورځ د ساګینا ښار کي سوې ده او د پولیسو په وینا، د ځینو ټپیانو حالت د اندېښنې وړ ښودل سوی دئ.
د چارواکو په خبره، بریدکوونکی نیول سوی او د پېښي په اړه څېړني ورڅخه رواني دي.
بايد وويل سي، چي دا په روانه اوونۍ کي په امریکا کي دویم د چاړې برید دئ. له دې مخکي، ورته یوه پېښه په نیویارک ایالت کي سوې وه چي دوه کسان په کښي وژل سوي وو.