• د امریکا او اسراییلو ګډ پوځي عملیاتي بریدونه لا هم پر ایران روان دي

د جګړې وروستي معلومات:
• د امریکا او اسراییلو ګډ پوځي عملیاتي بریدونه لا هم پر ایران روان دي، او امریکا ادعا کوي چي د ایران د «سپاه پاسداران» د قوماندې مرکزونه، د هوایي دفاع سیسټمونه، توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو تاسیسات یې له منځه وړې دي او ډېر اهداف یې په نښه کړي دي.
د امریکا مرکزي قومندې راپور ورکړی چي د جګړې په لومړیو ورځو کي لږترلږه شپږ امریکايي سرتېري وژل شوي دي.

راپورونه ښيي چي د شنبې ورځي راهيسي، چي اوس څلور ورځي کېږي، د امریکا او ايران تر منځ په روانو نښتو کي امريکا ته د پام وړ مالي او پوځي زيان اوښتی دی.
د Anadolu Agency د موندنو له مخي، په قطر کي د العدید پر هوايي اډه د ايران په توغنديز بريد کي د امريکا هغه پرمختللی رادار زيانمن سوی، چي شاوخوا ۱.۱ ميليارده ډالره ارزښت لري.
همداراز ويل کېږي چي په کویټ کي د امريکا درې F-15E جنګي الوتکي له منځه تللي دي، او په بحرین کي د امريکا د پنځم سمندري ځواک پر مرکز هم بريد سوی دی.

اخوا د امريکا د مرکزي قومندې قومندان وايي، ايران تر اوسه شاوخوا ۵۰۰ بالستيک توغندي او نژدې ۲ زره بې‌پيلوټه الوتکي توغولي دي. نوموړی زياتوي چي د امريکا په متقابلو بريدونو کي تر ۵۰ زرو زيات پوځيان، شاوخوا ۲۰۰ جنګي الوتکي، دوه الوتک‌وړونکې بېړۍ او بمبار الوتکي برخه لري.
دا شمېري لا هم په رسمي ډول نه دي تاييد سوي، خو روان وضعيت د سيمې د امنيتي حالاتو د لا پېچلتيا ښکارندويي کوي.