د امریکا او ایران ترمنځ د بریدونو تر درېدو او د ډیپلوماټیکو هڅو د بیا پيلېدو سره سم په نړۍوال بازار کي د خامو تېلو بیې کښته سوي دي.
د نړۍوالو رسنيو د راپور له مخي په نړۍوال بازار کي د خامو تېلو بیه له پنځه سلنه ډېره کمه سوې او د هر بېرل قيمت ئې ۹۱.۲۰ ډالرو ته راکښته سوی دئ.
د رویټرز د معلوماتو له مخي، د خامو تېلو په بیه کي ۵.۷۷ سلنه کموالی راغلی.
بايد وويل سي، چي هرمز تنګی د نړۍ د انرژۍ د لېږد له مهمو سمندري لارو څخه شمېرل کېږي او د نړۍوالو تېلو د صادراتو د پام وړ برخه له همدې لاري نړۍوالو بازارونو ته رسېږي. له همدې امله، په سیمه کي هر ډول امنیتي بدلون د تېلو پر نړۍوالو بیو مستقیم اغېز کوي.