د امریکا جنګي الوتکو د ایران په قشم ټاپو کي د سپاه پاسداران د توغندیو توغولو یو مرکز بمبار کړی

د امریکا جنګي الوتکو د ایران په قشم ټاپو کي د سپاه پاسداران د توغندیو توغولو یو مرکز بمبار کړی دئ.
فاکس‌نیوز د دوو امریکايي پوځي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چي دغه برید د سې‌شنبې په ورځ د امریکا د ځواکونو او پوځي تجهیزاتو پر وړاندي د ایران د سپاه پاسدارانو د اقداماتو په غبرګون کي ترسره سوی دئ.
د امریکايي چارواکو په وینا، په دې عملیاتو کي له کره هدایت کېدونکو وسلو کار اخیستل سوی او د برید موخه د سپاه پاسدارانو د توغندیو توغولو مرکز و.

چارواکو زیاته کړې، چي امریکايي ځواکونه په سیمه کي د خپلو سرتېرو او پوځي تاسیساتو د ساتني له پاره په لوړ چمتووالي کي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *