د امریکا حکومت کانګرس ته خبر ورکړی، چي غواړي په یو شمېر بهرنیو هیوادونو کي خپلي پنځه ډیپلوماتیکي استازولۍ وتړي

د امریکا حکومت کانګرس ته خبر ورکړی، چي غواړي په یو شمېر بهرنیو هیوادونو کي خپلي پنځه ډیپلوماتیکي استازولۍ وتړي.
دا پرېکړه د امریکا د بهرني ډیپلوماتیک حضور د کمولو او د استازولیو د بیا تنظیمولو د پلان برخه بلل سوې ده.
د راپورونو له مخي، هغه استازولۍ چي د تړل کېدو احتمال لري، په ګریناډا، جاپان، اندونیزیا، کامرون او کاناډا کي موقعیت لري.

رویټرز خبري اژانس د باخبره سرچینو په حواله ویلي چي د دې پرېکړي په اړه کانګرس ته رسمي معلومات ورکړل سوي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د دغو استازولیو د تړل کېدو پخلی نه دئ کړی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوازي دومره ویلي چي د اغېزمني او مؤثري ډیپلوماتیکې شبکې د ساتلو له پاره کار کوي او د قانون له مخي د کانګرس د خبرولو اړوند بهیر تعقیبوي.