د امریکا د استازو جرګې غړي جرد ګولډن ویلي، چي په امریکا کي د هغو افغانانو د ملاتړ د مودې غځولو له پاره ئې د رایي اچوني غوښتنلیک لاسلیک کړی، چي له امریکايي ځواکونو سره ئې کار کړی دئ.
ګولډن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چي په افغانستان کي د خپل پوځي ماموریت پر مهال ئې له ګڼو افغانانو سره لیدلي، چي د امریکايي ځواکونو د امنیت له پاره ئې خپل ژوند له خطر سره مخ کړی و.
نوموړي ویلي، امریکا له دغو افغانانو سره د پناه ورکولو ژمنه کړې او باید خپله ژمنه عملي کړي.