د امریکا د انرژۍ وزیر کریس رایت وايي

د امریکا د انرژۍ وزیر کریس رایت وايي، اوس مهال هره ورځ په منځني ډول شاوخوا ۱۳ میلیونه بېرله تېل د هرمز له تنګي څخه تېرېږي.
هغه ویلي، تېره اوونۍ په یوه ورځ له دغه تنګي څخه د ۲۰ میلیونو بېرلو څخه ډېر تېل لېږدول سوي وو.
رایت زیاته کړې، امریکايي ځواکونه له هغو بېړیو سره د تېلو، ګازو او سرې د لېږد په برخه کي همغږي کوي چي د هرمز له تنګي تېرېږي.

د امریکا د انرژۍ وزیر وايي، د انرژۍ د بیو د لوړېدو لامل يوازي د هرمز تنګي تړل کېدل نه دي؛ بلکي د تېلو د تصفیه کولو د ظرفیت کمښت هم د تېلو بيې لوړي کړي دي.