د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چي د ډونالډ ټرمپ د دوهم ځل ولسمشر کېدو له پیل راهیسي ئې تر ۳۰۰ زرو ډېري ویزې لغوه کړي دي.
د دغه وزارت ویاند، ټامي پیګاټ ویلي، چي د ټرمپ حکومت د امریکا په تاریخ کي د نورو حکومتونو په پرتله په بې‌ساري ډول ویزې لغوه کړي دي.
د امریکا حکومت دغه ګام د کډوالۍ د محدودولو او په دغه هیواد کي د بهرنیو وګړو د څارني د پیاوړتیا له پاره د خپلو سختو اقداماتو په لړ کي اخیستی دئ.