د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان له پاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد اوس د دغه هیواد د حکومت استازی نه دئ.
د ياد وزارت په خبره خلیلزاد خپلي اوسنۍ چاري په شخصي توګه ترسره کوي او د امریکا د حکومت رسمي دنده نه لري.
خلیلزاد په دې وروستیو کي کابل ته تللی او د ط..البانو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي په ګډون ئې له یو شمېر ط..الب چارواکو سره لیدلي دي.