د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا افغانستان د هغو هیوادونو په نوملړ کي شامل کړی، چي امریکايي وګړي ئې د امنیتي ګواښونو له امله د سفر اجازه نه لري.
د دغه وزارت د قونسلي چارو ادارې د دوشنبې په ماښام په خپره کړې خبرپاڼه کي ویلي، افغانستان او ۲۲ نور هیوادونه ئې د سفر د خبرداریو په څلورمه کچه کي شامل کړي دي.
په خبرپاڼه کي ټینګار سوی چي څلورمه کچه د سفر تر ټولو لوړه درجه ده او امریکايي وګړي باید د هېڅ دلیل له مخي دغو هیوادونو ته سفر ونه کړي.
د افغانستان ترڅنګ ایران، عراق، روسیه، سوریه، یمن، شمالي کوریا اوکراین او یو شمېر نور هیوادونه هم په دغه نوملړ کي شامل دي.