د امریکا د جګړې د مطالعاتو انسټیټیوټ د سې‌شنبې په ورځ ويلي، چي د تهران په جنوب کي د سپاه پاسدارانو يو مرکز په نښه سوی

د امریکا د جګړې د مطالعاتو انسټیټیوټ د سې‌شنبې په ورځ ويلي، چي د تهران په جنوب کي د سپاه پاسدارانو يو مرکز په نښه سوی.
دې انسټیټیوټ زیاته کړې، چي د اسرائیل او امریکا ګډو هوايي بریدونو په تهران، اصفهان، تبریز او شهرکرد کي د سپاه پاسداران قرارګاوي په نښه کړي دي.
په راپور کي همداراز ویل سوي چي په تهران کي هغه څېړنیز مرکزونه هم په نښه سوي، چي د الکترونیک او توغندیزو چارو په برخه کي فعالیت لري.

له دې مخکي فارس خبري اژانس راپور ورکړی و چي په اصفهان او خرمشهر کي دوه د انرژۍ بنسټیز تاسیسات هدف ګرځېدلي دي.
د دې اژانس په وینا، د اسرائیل او امریکا د دوامداره بریدونو په ترڅ کي د اصفهان د کاوه سړک د ګاز ادارې ودانۍ او د ګاز د فشار د کمولو سټېشن په نښه سوي، چي د دغو تاسیساتو او شاوخوا کورونو ته زیان اوښتی دئ.
دغه اژانس همداراز ویلي چي د خرمشهر د برېښنا فابریکې اړوند د ګاز نل‌لیکه هم په نښه سوې ده.

د خرمشهر والي ویلي، چي یو توغندی د دې ښار د ګاز نل‌لیکي ته نژدې لوېدلې خو مرګ‌ژوبله نه لري.
بلخوا، د ایران دولتي رسنیو هم اعلان کړی چي د سې‌شنبې په سهار د ایران له لوري د اسرائیل پر لور د توغندیو نوې څپه پيل سوې.
د ایراني رسنیو د راپور له مخي د دوشنبې په ماښام یو هوايي برید د ايران په جنوب بندرعباس کي د سپاه پاسداران او د ایران د پوځ اړوند وسلو زېرمتونونه په نښه کړل، چي قوي چاودني ئې رامنځ ته کړې.

همداراز، د اصفهان شمالي سیمي هم په نښه سوي او په تبریز کي د چاودني ږغونه اورېدل سوي دي.