د امریکا د دفاع وزارت (پینتاګون) چارواکو ویلي، چي د ایران سره د جګړې په لومړۍ اوونۍ کي د دغه هيواد ټولیز لګښت ۶ میلیارده ډالرو ته رسېدلی دئ.
د هغوی په وينا چي په دغو پیسو کي ۴ میلیارده ډالر یوازي د مهماتو او د توغندیو د شنډولو پر سیستمونو لګول سوي دي.
بايد وويل سي، چي پر ايران باندي د امريکا او اسرائیلو ګډ بريدونه نهه ورځي مخکي پيل سوي، چي اوس هم دوام لري، امريکا او اسرائیلو په تهران کي مهم سياسي او نظامي ځايونه په نښه کړل؛ خو ايران بيا په جوابي او غچ اخيستونکي بريد کي په منځني ختيځ کي د امريکا پوځي اډې او سفارتونه په نښه کړي دي.